د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هیواد ۹ ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۰:۲۲
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هیواد ۹ ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یاد دېوان د مفتي محترم مفتي عبدالحي په ملتیا د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په دویمه نېټه د هیواد نهو ولایتونو (فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) ته د قضائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه سفر وکړ.

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د دغه سفر پر مهال د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو پر مسؤولینو سربېره د ولایتي محاکمو له یو شمېر نورو قضائي غړو سره هم وکتل او د قضائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې وسره تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د ولایتي مرافعه محاکمو قضائي غړو ته د اجراآتو د لا بهبود په موخه ځينې سپارښتنې او هدایات وکړل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې په د اسلامي شریعت او اسلامي امارت د اصولو مطابق د مراجعینو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

پر دې سربېره د مرکزي زون د تمیز اړوند جزا دېوان عمومي رئیس د خپل سفر په دوام د یو شمېر ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه، د زندان له مسؤولینو او زندانیانو سره یې له نږدې وکتل او د دوی نظریات یې واورېدل.

د جزا دېوان د عمومي رئیس د دغه ۱۱ ورځنی سفر د ۲۸ بېلا بېلو موضوعاتو تر حل او فصل وروسته د پنجشنبې په ورځ (۱۳/ ۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه پای ته ورسېد.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی