د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي او اجرائیوي ریاست لپاره د (۴۱) قلمه اعاشوي لوښو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۸ /۷ /۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت  ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین [په بانکي ډول ۵۰۰۰۰] افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۱۸ /۷ /۱۴۰۲هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته په ۱۲ /۷ /۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

 

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۹:۵۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د نصیر سلطان زوی ساختماني او لوژستیکي شرکت سره چې د جواز . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د "جان محمد بابرزي تجارتي او لوژستیکي خدمتونو شرکت" سره چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز شمېره یې (D-37126 . . .

Back to announcements