د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا


د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د څلورګونو ښاري ابتدائیه محاکمو لپاره د (۳۱) قلمه امنیتي کامرو او د هغه اړوندو وسایلو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۳/۸/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنېټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول][ ۷۴۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۲۳/۸/۱۴۰۲هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ:د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۱۶/۸/۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

خبرتیاوي

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۳:۴۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا


د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د وثایقو محاکمو لپاره د جنګلک په سیمه کې د انتظار خونې د جوړېدو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا


د تدارکاتو قانون د درې څلوریښتمې مادې د (2مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبرورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظرکې لري د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د هدایت احسان لوژستیکي خدمتونو . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۴:۲۷
Background image

پر فلسطین باندې د صهیونیستي اسرائیلو د هوايي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په اړه د سترې محکمې اعلامیه


له څه وخت راهیسې د فلسطین پر مظلومو مسلمانانو د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو لخوا په ډېره بې رحمۍ هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، چې له امله یې زرګونه فلسطیني ښځې، ماشومان او لویان په شهادت رسېدلي، زیات . . .

Back to announcements