د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۳:۲۵
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د افغاستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د سترې محکمې  د۱۴  ډوله موټرونو لپاره د ټایرونو او بطریو په ګډون د ۷۷ قلمه د اړتیا وړ پرزو د تدارک په داوطلبي کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا هارډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ /۱ /۱۴۰۲ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

تریادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړنه دي.

د آفر تضمین[په بانکي ډول] (۱۶۰۰۰۰) یو سل او شپیته زره افغانۍ دی ، د آفرونو پرانیسته په ۵ /۱ /۱۴۰۲ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمې کې ترسره کیږي.

نوټ: د آفرونو له پرانستې څخه مخکې ناسته په ۱۷ /۱۲ /۱۴۰۲ هـ ش  نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی