د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا
د افغاستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د سترې محکمې د۱۴ ډوله موټرونو لپاره د ټایرونو او بطریو په ګډون د ۷۷ قلمه د اړتیا وړ پرزو د تدارک په داوطلبي کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا هارډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵ /۱ /۱۴۰۲ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ.
تریادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړنه دي.
د آفر تضمین[په بانکي ډول] (۱۶۰۰۰۰) یو سل او شپیته زره افغانۍ دی ، د آفرونو پرانیسته په ۵ /۱ /۱۴۰۲ هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمې کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفرونو له پرانستې څخه مخکې ناسته په ۱۷ /۱۲ /۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.