د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د سترې محکمې د تدارکاتو امریت پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1402هـ ش مالي کال د دې ادارې د موټرو او جنراتورونو لپاره د دوه قلمه تېلو (186500) لېتره A92 پطرولو او (114600) لیتره  01/L62 ډیزلو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړي، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکرشویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق په سربسته اوتړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د 12/2/1402هـ ش نېټې تر 10:30 بجو پورې دکابل ښار د عامي روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړنه دي.

د آفر تضمین (په بانکي ډول) (315000) درې سوه او پنځه لس زره افغانۍ  د اول لاټ او (212000) دوه سوه او دولس زره افغانۍ د دوهم لاټ  دي، دواړو لاټونو لپاره د آفر تضمین (527000) پنځه سوه او اوه ویشت زره افغانۍ کیږي.

د افرونو پرانیسته په 12/2/1402 هـ ش نېټه له غرمې مخکې 10:30 بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه ترمخ ناسته په 30 /1 /1402 هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي .

خبرتیاوي

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات په شرایطو برابرو  ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1402  هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دوه قلمه تېلو(85000) لیتره A92 پطرولو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د سترې محکمې د تدارکاتو امریت پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1402هـ ش مالي کال د دې ادارې د موټرو او جنراتورونو لپاره د دوه قلمه تېلو (186500) لېتره A92 پطرولو او (114600) لیتره  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۲:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د ۲مې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د صفت الله رحمتي  لوژستیکي خدمتونو شرکت  سره چې د . . .

Back to announcements