د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د محاکمو له محافظتي مسؤولينو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۷
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د محاکمو له محافظتي مسؤولينو سره وکتل

 د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې رياست مقام کې د یادې  محکمې د رئيس  محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ غونډه وشوه.

غونډه چې د ښاري محکمې محترم رئیس، د مرافعه او ښاري محاکمو او د ټولو ولسواليو د ابتدائيه محاکمو د محافظتي قطعې مسؤولينو په کې ګډون درلود د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه.

ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، ټولو مسؤولينو او مجاهدینو ته یې هدايت وکړ چې خپلو وظايفو او مسؤوليتونو ته متوجه شي او د خپلو مشرانو اطاعت به کوي.

ځکه د امیرانو اطاعت واجب دی او د محاکمو د قضائي مسؤولینو سره به پوره همکاري کوئ، مراجعینو ته به تر خپله وسه اسانتیاوې برابروئ.

دغه راز یې د محاکمو ټولو مجاهدینو ته د سترې محکمې د دعوت وارشاد د هدایت په اړه مفصلې خبرې وکړې زیاته یې کړه چې موږ او تاسو ټول د سترې محکمې څخه د راغلي طرزالعمل په عملي کولو باندې مکلف یو.

نوموړي  ټولو مسؤولينو ته اطمینان ورکړ چې موږ به همېشه ستاسو د شته ستونزو په حل کې نهايي کوښښ کوو ‌.

غونډه د اختتامیه دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي پکتيکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي، چې د استخدام او سوانحو رئیس محترم مفتي عبدالوارث (سعید) او د سترې محکمې اطلاعاتو ته د لاسرسي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت سپين بولدک او تخته پل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالجبار (آغا) په ملتیا، په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د کندهار ولايت د سپين بولدک او تخته. . .

بیا په خبرونو کی