د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو له محاکمو ليدنه وکړه
د (۱۵ /۵ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي امین الله (منیب) په مشرۍ یو پلاوي د خوست ولایت علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په ياد پلاوي کې د خوست ولایت مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان سرپرست رئيس مولوي بادشاه (جلالي)، مولوي حکیم الله (وقار) د مرافعه محکمې د مدني دېوان غړي، قضائي محرر او د تحریراتو آمریت آمر ملا امین الله (حنفي) شتون درلود.
ياد پلاوي د علي شېر، تڼيو او سپيره ولسواليو د ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري چارې وارزولې او د اجراآتو د پیاوړتیا په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د يادې ليدنې په پای کې د يادو محاکمو د غړو ستونزې واورېدل شوې او د ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.