د جوزجان د مرافعه محکمې رئیس د رسمي عریضې لیکلو په موخه د هغه ولایت عریضه لیکونکو ته سیمینار جوړ کړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۵:۶
د جوزجان د مرافعه محکمې رئیس د رسمي عریضې لیکلو په موخه د هغه ولایت عریضه لیکونکو ته سیمینار جوړ کړ

د سه شنبې په ورځ (۴ /۳ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالغني (سعید) په مشرۍ د یاد ولایت عریضه لیکونکو ته ښوونیز سیمینار جوړ شو.

دغه سیمینار چې ګڼ شمېر عریضه لیکونکو په کې ګډون کړی و د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو؛ ورپسې د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس عریضه لیکونکو ته د سترې محکمې د مراجعینو لپاره د رسمي عریضو د لیکلو طرز په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او هغوی ته یې د عریضې لیکلو اصول او مقررات داسې تشرېح کړل.

  1. په پیل کې باید د عریضې د غوښتنې نېټه په عریضه کې ذکر کړئ.
  2. د عریضې د اړوند مرجع نوم باید څرګند او ذکر شي.
  3. د عارض او معروض علیه مکمل شهرت یعنې نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، قوم، کسب، اوسنی او مخکنی استوګنځی، تابعیت او د دواړو د پېژندپاڼې شمېرې ذکر شي.
  4. په عریضه کې باید د عارض او معروض علیه اهلیت ذکر شي.
  5. که چېرې عارض وکیل یا وصي وي د وکالت خط یا وصایت خط نېټه او همدارنګه د هغه محکمې نوم چې وثیقه يې ترتيب کړې باید په عریضه کې وليکل شي.
  6. د مدعی بها پېژندنه که منقول وي جنس، ډول، ځانګړتیاوې او ارزښت يې بايد عریضه کې وليکل شي او که غير منقول وي، موقعيت او د مدعی بها حدود بايد وليکل شي.
  7. که موضوع جزائي وي، د پېښې ځای او نېټه باید ذکر شي.
  8. په غوښتنلیک کې باید لاسلیک یا د ګوتې نښانې شامل شي.
  9. په عریضه کې باید ناسم الفاظ ونه لیکل شي.
  10. دعوی باید ملزمه وي.
  11. عریضه باید دومره اوږده نه وي چې قابل د فهم نه وي او دومره لنډه هم نه وي چې ورڅخه مطلب وانه خیستل شي، عریضه باید واضح او روښانه وي.
  12. دا هم باید روښانه وي چې معروض او معروض علیه نظامي دي که ملکي؟
  13. عارض باید غوښتنلیک کې د اړوند مرجع څخه په واضع او روښانه ډول خپله غوښتنه وکړي.

د سیمینار ګډونوالو د عریضه لیکنې په اړه دغه جوړ شوی سیمینار ګټور وباله او د محاکمو له مسؤولینو یې مننه وکړه چې دوی ته یې د صحیح رسمي عریضې لیکو په موخه یاد سیمینار ترتیب کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی