د جنوب لوېديځ زون د تفتيش د عمومي رياست پلاوي د هرات له نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۱:۱۰
د جنوب لوېديځ زون د تفتيش د عمومي رياست پلاوي د هرات له نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه


په ۱۹/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي چې په کې د جنوب غرب زون د تفتیش قضائي معاون شتون درلود، د دغه زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د محترم مقام د هدایت په اساس د خپل تفتیشي پلان له مخې د هرات ولايت له نظامي محکمې څخه ليدنه وکړه.
 د قضائي تفتیش پلاوي د خپل طرزالعمل مطابق د هرات ولايت له نظامي محکمې د ليدنې پر مهال د دې محکمې فیصلې، د عريضو د ثبت کتاب، د حقوقي، جزائي دوسيو د ثبت کتابونه، وارده او صادره کتابونه، د رسیداتو کتاب، د حاضرۍ کتاب او درې میاشتنې راپورونو په غور او دقت وکتل او په دې برخه کې د لا ښه فعالیت په موخه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په دې سربېره د تفتیش ریاست پلاوي د دې محکمې منسوبینو ته په قضائي او اداري چارو کې د ظرفیت لوړونې په موخه 
لنډ مهاله سیمینار ورکړ.
ياد پلاوي د خپل سفر په دوام د بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه، د بندیانو بشپړ شهرت، وضعیت يې له ځان سره وليکه او بیا يې د یادو محاکمو سره تفصیلاً شریک کړ.
د يادې ليدنې په پای کې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې عالي مقام د قضائي معاونیت د هدایت په اساس دوه رسالې، يوه رسمي جریده او دوه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې چې د محترم مشرتابه له طرف رالیږل شوي، د یادې محکمې قضائي غړو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی