د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د بلو ګلاکسي ساختماني شرکت سره چې د جواز شمیره (D-32872) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په حاجي یعقوب څلور لارې کې موقعیت لري، د (۱۵۶۵۳۳۰) یو میلیون پنځه سوه پنځه شپته زره او درې سوه دیرش افغانیو په قیمت سره د کابل ولایت د وثایقو محاکمو لپاره د جنګلک په سیمه کې د انتظار خونې د جوړیدو قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې پدې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي، په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکر شوې نيټې تر پوره کیدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۱:۴
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د «آغاز نوین کابل لمیتد» شرکت . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د تعزيت پيغام!

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند د نظامي منسوبینو دېوان عضو مفتي مولوي حیات الله (ثابت) پرون ماسپښین د ورپېښې ناروغۍ له امله د مرګ داعي ته لبیک ووایه، انا لله . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي، چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د بلو ګلاکسي ساختماني شرکت سره چې د جواز شمیره (D . . .

Back to announcements