د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې او اړوند محاکمو د هرات له زلزله ځپلو او هیواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره (۱۷۰۴۵۰۱۹) افغانۍ مرسته وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۱۳
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې او اړوند محاکمو د هرات له زلزله ځپلو او هیواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره (۱۷۰۴۵۰۱۹) افغانۍ مرسته وکړه


د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په هدایت او د سترې محکمې د مرستیالانو او رئیسانو په همکارۍ له هیوادوالو سره د همدردۍ او پر ولس د ترحم او شفقت په خاطر په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره نغدي مرسته وشوه.
د یاد هدایت په اساس د افغانستان د درې ګونو محاکمو مسؤولینو او کارکوونکو (۱۷۰۴۵۰۱۹) اوولس میلیون، پنځه څلوېښت زره او نولس افغانۍ مرسته راټوله او د مرستې لپاره جوړ شوي مشخص بانکي حساب ته اضافه شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی