د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۲۱
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې (۱۰۱٬۱۸۶) حقوقي عرایض ثبت او په اړه یې اجراآت شوي دي.
۲ـ په دویمه ربعه کې د مدني، تجارتي او فامیلي حقوقي موضوعاتو اړوند (۱۷٬۷۷۱) دوسیې د اړوندو محاکمو له خوا د قانوني مراحلو له مخې پروسس او تعقیب شوې دي.
۳ـ د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې (۱۶٬۷۳۱) حقوقي قضیې د سولې او مصالحې له لارې حل او فصل شوې دي.
۴ـ د مدني، تجارتي او فامیلي قضیو په تړاو د صادره پرېکړو د تطبیق او تنفیذ په برخه کې لازم اجراآت ترسره شوي دي.
۵ـ د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې د محاکمو (۲٬۸۰۵) نهایي فیصلې او قضائي قرارونه تطبیق او نافذ شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۹
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن یکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ګیلان ولسیوالۍ ابتدائیه محکمې دغه متهم پر يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۹
Background image

د کابل مرافعه محکمې مرستيال د یاد ولايت د قضايای امارت له پلاوي سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)، نن يکشنبې ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د قضایای امارت له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۹۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی