د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۲
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د امنيتي ارګانونو استازو په ګډون، په ۲۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي محترم احمد (مستغفر) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د استهداء (۳۳۵۴ شمېرې  ۷ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق او متحدالمآل ۳۲۸ شمېرې ۱۵/ ۵ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې) مهم نکات د تطبیق او د استهداء اړوند نور ګڼ موضوعات د غونډې ګډونوالو سره شريک کړل.
په غونډه کې د هدایاتو په رڼا کې د بیت المال او شخصي اسلحو د تفکیک، تثبیت، ثبت، استملاک، استهلاک، سزا او د شخصي اسلحو جواز د شرايطو په تړاو بحث وشو. 
د غونډې په دوام تر بحث او نظرونو له تبادلې وروسته یاد موضوعات او ځینې نور اړوند موارد د ورځنیو کړنو د  تطبیق او چټکتیا، چارو ته د عاجلې رسېدنې او نهايي پایلې د اړوند ارګانونو له مسؤولینوسره شریکې او په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس ته د امنیتي ارګانونو د مسؤولینو لخوا پوره ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په دعاء ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی