د زابل ولايت نوبهار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو او مصلحینو په منځګړیتوب؛ د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولینو په هڅو د دواړو طرفونو په رضایت یاده موضوع مصلحینو ته راجع شوه.
د مسؤولینو او مصلحینو په شتون کې د قاتل کورنۍ د مقتول وارثینو ته څه اندازه پیسې ورکړې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
