د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۲۲
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه ۱۸ /۲ / ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۵۵۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۸) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۴۲) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۰۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۹۵) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۸) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی