د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او وثایقو آمریت په دوو اونيو کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۴۰) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۴) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۵۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۳۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۳) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۱۶) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۴۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴
Background image

د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا (۱۴) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د اتو ښځو په ګډون (۱۴) کسانو ته د نامشروع اړيکو او قوادۍ په جرم او زنا په تور، په ۸/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست لخوا د ملک د محاکمو په. . .

بیا په خبرونو کی