د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۱:۱۲
د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (افغان) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافيکي پېښو له امله رامنځته شوي د قتل دوه موضوعات، د ۱۴۴۷ هـ ق د شعبان المعظم مياشتې په ۸مه او ۱۵مه نېټه حل او فصل شول.
یاد موضوعات د (سوزکي او فلډر، واګنر موټر او موټرسيکل) د ټکر له امله رامنځته شوي وو؛ چې دوه کسان په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
دغه موضوعات ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول، د دواړو موضوعاتو طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتلینو لخوا د مقتولینو وارثينو ته ديت او د ټپیانو د درملنې په موخه څه اندازه پيسې ورکړل شوې؛ قاتلینو ته بخښنه وشوه او موضوعات يې رسماً پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی