د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف‌الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمان الدین (ایشان) يې غړيتوب درلود، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۲مه نېټه کاپیسا ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
یاد هيئت د ليدنې په پيل کې د دغه ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره لیدنه وکړه او ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د کاپیسا ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خانو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خانو اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، اصولي غوښتنې او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (6) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو او اختصاصي محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخېزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
هیئت د محاکمو د چارو پر وړاندې کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند مسايل يې په جلا جلا توګه ورسره شریک کړل.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له محترم والي، مرستیال والي، استخباراتو رئیس او د ولسوالیو له ځینو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف‌الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمان الدین (ایشان) يې غړيتوب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

بیا په خبرونو کی