د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مخزن آمریت له کارکوونکو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۱۸
د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مخزن آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي) د مخزن آمریت له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د تحریراتو رئیس له‌خوا لومړی د مخزن آمریت پر ځانګړي اهمیت او مهموالي خبرې وکړې وویل، مخزن آمریت د مرافعه محکمې له مهمو او ځانګړو ادارو څخه دی؛ ځکه چې دغه آمریت د ټولو حقوقي او رسمي اسنادو د خوندي ساتلو اساسي مرجع ده او اهمیت یې د محاکمو د اعتبار او د هېوادوالو د حقوقو د خوندیتوب اصلي بنیاد ګڼل کېږي.
د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د ليدنې په دوام حاضرینو ته کارونو د لا ښه‌والي په موخه د لاندې موضوعاتو په هکله لازمې او جدي لارښوونې وکړې:
۱ـ د نورو اړوندو ارګانونو څخه د راغلو رسمي مکتوبونو او غوښتنو په ځواب کې د وثیقو د ثبت محفوظ معلومات پر وخت، دقیق او د اصولو سره سم لېږل.
۲ـ د صادره مکتوبونو په کارونو کې پوره او جدي دقت او په دقیقه توګه خپلو اړوندو او سمو مراجعو ته د اسانتیاوو سره سم د اسنادو لېږل، ترڅو د مراجعو او اسنادو د غلطۍ یا بېځایه لېږد څخه مخنیوی وشي.
۳ـ په ټولو اداري چارو، د ثبت په کتابونو او سیسټم کې د پوره روڼتیا او د جعلي اسنادو د مخنیوي لپاره د دقیقو میکانیزمونو مراعاتول.
۴ـ راغلو هېوادوالو او مراجعینو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول او د اسلامي اصولو په رڼا کې له هغوی سره په نېک او نرم چلند د کارونو خلاصول.
۵ـ د مخزن آمریت د منسوبینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او په پوره صداقت، امانتدارۍ او د مسئولیت منلو په روحیه د دندو ترسره کول.
د غونډې په پای کې د تحریراتو رئيس د مخزن آمریت د کارکوونکو ستونزې او کاري اړتیاوې له نږدې واورېدې، د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مخزن آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي) د مخزن آمریت له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

بیا په خبرونو کی