د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د استخباراتو رياست له مسؤولينو سره وکتل 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۰:۳۸
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د استخباراتو رياست له مسؤولينو سره وکتل 

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د استخباراتو ریاست له اوپراتیفي معاون، اداري معاون او ښاري مدیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د مرافعه محکمې عمومي رئیس په دې لیدنه کې د استخباراتو ریاست له مسؤولینو سره د دواړو ریاستونو پر اړوند کاري اړیکو خبرې وکړې.
د لیدنې په دوام د استخباراتو ریاست مسؤولینو له محاکمو سره د اصولي همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، موږ به تل له محاکمو سره اصولي همکاري کوو.
دغه راز په ناسته کې د مرافعه محکمې رئیس د استخباراتو ریاست مسؤولینو ته ځینې اصولي هدایات وکړل، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۲۷ /۱۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې (۵۸۱۰) ګڼه حکم او د محبوسینو اړوند د سترې محکمې د عالي مقام د دارالانشاء محترم عمومي ریاست د  ۱۸ /۱ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې، (۱) ګڼه متحدالمآل یې ورته تشرېح کړ.
ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی