د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ښاروالۍ له مسؤولينو سره وکتل

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي امین الله (منیب) په ۳/۹ /۱۴۴۶هـ ق نېټه د ياد ولایت د ښاروالۍ او د یاد ریاست اړوند د املاکو مدیریت له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې د ثبت اسناد، وثايقو او مخزن آمر مولوي محمد مسعود (سعادت) او د یاد آمريت قضائي محرر مولوي عبدالحق (منهاج) هم ګډون درلود.
د ليدنې په پيل کې لومړی د ښاروالۍ ریاست اړوند مسؤولينو په يو شمېر مهمو موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړې؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس د اجراآتو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له مسؤولينو يې د شفافيت، له مراجعينو سره د غوره چلند او کارونو په خپل وخت ترسره کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د امارتي املاکو قضیو ته د رسېدنې په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې او مسؤولينو ته يې له خپله اړخه د اجراآتو په خپل وخت د ترسره کولو ډاډ ورکړ.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.