د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی‌ الأولی میاشتې په ۱۳مه نېټه، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو (۷۵) کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو.
په دغه ښوونیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د متخصصو او مسلکي ښوونکو له لوري د انګلیسي ژبې زده‌کړې په دوو (منځنۍ او لوړې) سطحه کې تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه پروګرام موخه د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو د کارکوونکو د انګلیسي ژبې د مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي سيد ميرآغا (هاشمي)، په ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې، د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته، معرفي او رسمًا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زده‌کړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې. . .

بیا په خبرونو کی