د سترې محکمې د قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې په موخه (۴۸۶) مکتوبونه راغلې، چې له ارزونې وروسته (۵۷۱) مکتوبونه احکام شوي او د لارښوونو مطابق اړوند ادارو ته لېږل شوي دي.
۲ـ د سترې محکمې قضائي معاونيت لهخوا (۲۶۲۰) عريضې له ارزونې او هدایت وروسته اړوند مراجعو ته لېږل شوې او (۸۴۵) عريضې مستردې شوې دي.
