د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو، حج او اوقافو او د تعلیم او تربیې ریاستونو د رئیسانو په ګډون، نن دوشنبې ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه.
 غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د هرې قمري میاشتې په ۲۹مه نېټه باندې د رؤیت هلال هيئت ټول غړي باید په خپل ځای کې شتون ولري؛ ځکه دا زموږ او ستاسو مشترک ګډ  مسئولیت دی، باید خپل مسئولیت ته نور هم متوجې شو.
نوموړي وویل، باید په ولسوالیو کې هم خپل اړوند د هلال هيئت غړو ته خبر ورکړل شي، چې په خپل وخت سره د یاد هيئت په ناستو کې ګډون وکړي.
په پای کې د پکتیا د مرستیال والي په ګډون ټولو ګډونوالو وویل، په یاده برخه کې به پوره هڅه کوو، تر څو را سپارل شوی مسئولیت په ښه ډول سرته ورسوو.
ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی