د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۹ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه، چې د قره‌باغ ولسوالۍ په (باریکاو) سيمه کې رامنځته شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
د ابتدائیه محکمې له‌خوا د حکم له صادرېدو مخکې دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول شول، چې د دواړو لوریو له‌خوا ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ چې په کې د دواړو لوریو قومي مشرانو او علماوو هم ګډون درلود، په غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او دغه موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی