د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۸۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۲۸۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۱۵۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د لوګر ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
