د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۴
د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د زابل ولایت ښاری ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مفتي موسی کلیم (برهاني) په ۱۸/۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دغه ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.

د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه لیدنې پر مهال د ټولو زندانیانو اړتیاوې او غوښتنې واورېدې؛ ډاډ یې ورکړ چې ستاسو اړتیاوو او اصولي غوښتنو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.

دغه راز محترم الحاج مفتي موسی کلیم (برهاني) د ښاري ابتدائیه محکمې اړوند دېوانونو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د بندیانو دوسیو ته د اسلامي شریعت د احکامو او اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی