د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۸
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د عدليې له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو ادارو په مشترکو موضوعاتو بحث او د قضایای امارت ځینو دوسیو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس سپارښتنه وکړه، چې عریضه‌لیکونکو ته باید لارښوونه وشي؛ تر څو داسې عریضې ولیکي، چې ټول اصول په کې مراعات شوي وي او د عارضینو د سرګردانۍ سبب نشي.
دغه راز په دې غونډه کې د مدافع وکیلانو د ستونزو او د هغوی د حل په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی