د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۲۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۸
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۲۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۴) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۹) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۳) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۴) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۲۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۴). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۵۲
Background image

د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت شملزو ولسوالي ابتدائيه محکمې د مسؤلینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو د پرېکړې سره سم د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۴/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۸) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۸) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې، چرسو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په. . .

بیا په خبرونو کی