د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۸ / ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ / ۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۴۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۵۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶) دوسیې فیصله شوې، (۶۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۱) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
