د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۰
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او غړو، د وثایقو آمرینو او غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد آمر په ګډون، په ۲۲/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د مدني دېوان غړي مفتي عبدالله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ارغنداب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې پر استهداء باندې بحث وشو او په اړه یې اړوند محکمې ته له اصولو سره سم هدایت وشو.
د غونډې په دوام پر يو شمېر قضائي او اداري موضوعاتو هم اوږده او تفصیلي بحثونه وشول.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د کلنۍ آزموینې پایلې اعلان کړې

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست نن دوشنبې (۲۸/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د خپلو کلنیو تدریس شویو مضامینو په برخه کې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو له کارکوونکو او امنیتي قطعې له مجاهدینو څخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
۱ـ په دویمه ربعه کې د قضائي تدقیق ریاست له لوري د (۳۴۱) جزائي، مدني، تجارتي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او غړو، د وثایقو آمرینو او غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد آمر په ګډون،. . .

بیا په خبرونو کی