د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳۶
د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت شملزو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالقادر په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې د قتل موضوع؛ په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د مسؤولينو په هڅو، د سپين‌ږيرو او مخورو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

بیا په خبرونو کی