د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۳
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۷۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹)) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۷۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۸۵) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۱) دوسیې فیصله شوې،(۵۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۲۷) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۰) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو، په ۱۷/ ۱۰/. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

بیا په خبرونو کی