په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۳۱
په کونړ ولايت کې درېيو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې درېیو کسانو ته د لواطت په تور؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
مرافعه محکمې یاد کسان پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمینو تطبیق شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) وینا وکړه وویل، که ټولنه کې حدود او تعزیرات تطبیق شي، نو موږ به د الله (جل جلاله) د رحمت مستحق وګرځو.

د غونډې په دوام د ناړۍ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس مولوي سخي محمد او د یادې ولسوالۍ ولسوال شیخ امین الله (شهاب) هم د موضوع اړوند ویناوې وکړې.

غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي ظاهر الله (مروان) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی