د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال یې عمر څلور کاله و، د بدو په بدل کې ورکړل شوې وه، موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
وروسته له پوره غور او څېړنې ابتدائیه محکمې د نجلۍ په ګټه فیصله صادره کړه او د يوې جبري نکاح مخه يې ونيوله.
دغه راز د ابتدائیه محکمې مسؤولینو یاده فیصله په علني ډول په یوه غونډه کې ابلاغ کړه او د دعوې جانبینو ته یې وویل، هېڅوک نشي کولای ښځې په بدو کې ورکړي، یا هم د نارینه‌وو د ناسمو کړنو قرباني شي.
د محکمې مسؤولینو د ناستې ټولو ګډونوالو ته توصیه وکړه چې هر مؤمن مسلمان باید د ښځو او ماشومانو اسلامي او انساني کرامت ته درناوی ولري او د نکاح پر مهال باید د ښځو ټول شرعي حقونه مراعات کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی