د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د عامه امنيت او جزا دېوانونو رئیسانو او د زندان رئیس د کابل ولایت د عدلیې وزارت څخه راغلي پلاوي او د حقوقي مساعدینو رئیس مولوي محمدجان (طلحه) ترمنځ، په ۱۳/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د حقوقي مساعدینو رئیس خبرې وکړې او د راغلي پلاوي غوښتنه يې شریکه کړه وویل، که د جزائي موضوعاتو په برخه کې د بې‌بضاعته متهمینو لپاره په محاکمو کې د مساعدینو اړتيا وي؛ نو موږ سره يې شریکوی یې، بې‌بضاعته متهمین او بې‌سرنوشته کسان موږ ته معرفي کوئ او موږ سره په دې برخه کې رابطه کوئ؛ ځکه چې موږ ستاسو سره همکار یو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې عمومي رئیس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، دوی ته یې ډاډ ورکړ چې موږ د بندیانو او د دوی ستونزو ته د متحدالمآل په اساس په مرکز او ولسوالیو کې لومړيتوب ورکوو.
 ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس هم یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ډاډ يې ورکړ او د بندیانو موضوعات یې ورسره شریک کړل.
د غونډې په وروستيو کې د زندان رئیس قاري عبدالغني (عادل) وینا وکړه او پلاوي ته یې د محبوسینو د موضوعاتو په اړه خپلې کړنې وړاندې کړې.
په یاده غونډه کې د بنديانو په اړه نظرونه تبادله شول، ترڅو د بندیانو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنيت دېوان رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو (۴۷) کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب او د مصلحينو په منځګړيتوب، (۴۷) کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع، په ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع (۴۷) کاله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۴۱
Background image

د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۳۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې )له ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه تر ۲۲/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق( نېټې پورې (۳۳۶) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد رحیم (نعماني)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د عامه امنيت او جزا دېوانونو رئیسانو او. . .

بیا په خبرونو کی