د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۶
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ یو ګډ پلاوي په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د هلمند ولایت له مرکزي محبس او بنديانو څخه لیدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې یاد پلاوي د بندیانو د خوراک، څښاک، د اوسېدو ځای، روغتیايي خدماتو او د بندیانو د عمومي وضعیت دقیقه ارزونه وکړه.
د لیدنې په دوام د محبس شرایطو او امکاناتو د ښه والي لپاره د اړینو ستونزو پېژندنه وشوه او د بنديانو شکایتونه او غوښتنې واورېدل شوې.
د لیدنې وروسته د یاد پلاوي لخوا د بنديانو ستونزې او غوښتنې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند دېوانونو د رئیسانو سره په ګډه غونډه کې شریکې شوې؛ ترڅو د محبس وضعیت د لا ښه والي، د بندیانو حقونو رعایت او د شرعي قانون د تطبیق په برخه کې لازم اقدامات وشي.
همداراز په یاده غونډه کې د ځینو نورو اړوند موضوعاتو د حل او فصل په موخه هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۹ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۹ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۶۲) دوسیو ته رسېدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي ریاست لخوا د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محاکمو پلټنه وشوه

د سترې محکمې عالي مقام د هدايت پر اساس د قضائي تفتيش عمومي رياست يوه شپږ کسیز هيئت چې مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي حبیب الله (حبیب)، مولوي محمد فقیر (حنیف)، مولوي عبدالله (ذکي)، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د امنيتي ارګانونو استازو په ګډون، په ۲۱/ ۹/ ۱۴۴۷. . .

بیا په خبرونو کی