د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۴۴
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو عمومي ریاست کې په (۲۵/۵/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضاء، افتاء او تحریر برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه هغه علماء کرامو ته چې د درې ګونو محاکمو قضائي بستونو کې پر دندو ګمارل کېږي درې میاشتنی سیمینار پیل شو.
دغه قضائي سیمینار چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو شاوخوا (۲۱۰) کسانو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې د قضائي زده کړو عمومي ریاست استاد محترم شیخ قیام الدین قانت د سیمینار په اړه هر اړخیزه وینا وکړه وویل، په دغه قضائي سیمینار کې به د مسلکي استادانو او علماء کرامو لخوا د قضاء او افتاء برخه کې ضروري او اساسي مضامین تدریس کېږي.
شیخ صاحب زیاته کړه، دغه سیمینار به دوې (نظري او عملي) برخې لري، په عملي برخه کې د سیمینار په ګډونوالو د تدریس شوو مسایلو عملي کار کېږي، دوی ته د حل او فصل په موخه قضائي موضوعات ورکول کېږي او بیا یې پارچې کتل کېږي.
د سیمینار ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د قضاء او افتاء برخه کې د دغه مهم او ګټور سیمینار د جوړېدو فرصت برابر کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی