د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۴۴
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا په قضائي بستونو کې د تازه مقررېدونکو کسانو لپاره درې میاشتنی علمي او عملي سیمینار پیل شو

د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو عمومي ریاست کې په (۲۵/۵/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضاء، افتاء او تحریر برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه هغه علماء کرامو ته چې د درې ګونو محاکمو قضائي بستونو کې پر دندو ګمارل کېږي درې میاشتنی سیمینار پیل شو.
دغه قضائي سیمینار چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو شاوخوا (۲۱۰) کسانو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې د قضائي زده کړو عمومي ریاست استاد محترم شیخ قیام الدین قانت د سیمینار په اړه هر اړخیزه وینا وکړه وویل، په دغه قضائي سیمینار کې به د مسلکي استادانو او علماء کرامو لخوا د قضاء او افتاء برخه کې ضروري او اساسي مضامین تدریس کېږي.
شیخ صاحب زیاته کړه، دغه سیمینار به دوې (نظري او عملي) برخې لري، په عملي برخه کې د سیمینار په ګډونوالو د تدریس شوو مسایلو عملي کار کېږي، دوی ته د حل او فصل په موخه قضائي موضوعات ورکول کېږي او بیا یې پارچې کتل کېږي.
د سیمینار ګډونوالو د سترې محکمې له عالي مقام څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د قضاء او افتاء برخه کې د دغه مهم او ګټور سیمینار د جوړېدو فرصت برابر کړی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

جلسۀ هماهنگی میان مسؤولین محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت کابل برگزار گردید

تحت ریاست محترم مفتی ذبیح الله (ساجد) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کابل با اشتراک رئیس و اعضای محترم قضائی دیوان مدنی مرافعه، رؤسا و اعضای محترم قضائی دواوین مدنی محکمۀ ابتدائیۀ چهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

محاکم ولایات غور و باميان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۴۱۶) دوسیه، به تعداد (۲۷۱) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولایات غور و باميان، دواوين محاکم مرافعه، وثايق، محاکم ابتدائیۀ شهرى، محکمۀ نظامی زون غور و محاکم ابتداٸيۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق الى ۳۰/ ۵/. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

محاکم ولایت بغلان طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۸۴۸) دوسیه، به تعداد (۳۴۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت بغلان، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق الى ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی. . .

بازگشت به اخبار