د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئیس د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۵۲
د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئیس د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د کندهار زون د نظامي محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدګل (صیاد) په مشرۍ یوه پلاوي په ۳/۴/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د بندیانو د وضعیت معلومولو په موخه د کندهار له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپلو مربوطه زندانیانو سره وکتل او د هغوی د وضعیت او اړوند دوسیو په اړه یې بشپړ معلومات وکړل.
دغه راز محترم مولوي محمدګل (صیاد) زندانیانو ته اصلاحي وینا وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې دوسیو ته به یې له ځنډ پرته په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۳۲۵۰/۶۸۴۲) ګڼې، (۲۹ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې حکم او د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي ریاست د (۳۳) ګڼې او (۱۴۴۷/۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
Background image

د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

بیا په خبرونو کی