د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۲:۴
د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه 

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ په ۱۴/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دغه ولایت د قضائي، عدلي، امنیتي او نورو اړوند ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ښاري ابتدائيه محکمې قضائي غړو، د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو ګډون کړی و.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د ولایتي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې پر جوړښت او ارزښت يې خبرې وکړې وویل، د دې غونډې موخه د اړوند ارګانونو ترمنځ د پیاوړې او ښې همغږۍ رامنځته کول، د چارو ښه‌والی او د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه ده.
د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو د اصولو په برخه کې هر اړخیزه وينا وکړه، مسؤولينو ته په خطاب کې وویل، د يادو اصولو مطابق خپل اجراآت او کړنې ترسره کړئ، ترڅو مجرمین مجازات شي او بې ګناه خلک بې‌ځایه ازار نشي.
نوموړي هغه موضوعات چې چارې يې له ځنډ سره مخ کړې وې، د اړوند ارګانونو مسؤولینو ته ور په ګوته کړل او ترڅنګ يې د ستونزو پر حل او فصل ټینګار وکړ. 
محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) زیاته کړه، د اسلامي نظام بقا د هېوادوالو د حقونو په ورکړه کې ده، د خلکو غږ باید واورېدل شي، ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وشي او په دې برخه کې باید لا ډیرې هڅې او کار وشي.
د غونډې په دوام د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ او نورو ادارو استازو او مسؤولینو په خپل نوبت خبرې وکړې او د مرافعه محکمې رئیس ته يې ډاډ ورکړ چې د قضائيه قوې خپلواکۍ او پرېکړو ته پوره درناوی لرو او ژمن يو چې د دوی حکمونه پر وخت تطبیق کړو.
په دې غونډه کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو د ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه ۲۹ /۵ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۳۳۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۱۷) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
دارالانشاء عمومي ریاست په لومړۍ ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۶۳۶) موضوعاتو، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعې کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1ـ د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست ته د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه. . .

بیا په خبرونو کی