د لغمان د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پنځو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۱
د لغمان د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پنځو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالکریم (حقاني) د محرم الحرام له ۵ مې څخه تر ۱۱ مې نېټې پورې د لغمان ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د وثایقو او مخزن آمر شمس الهادي (بدر)، د حقوقو آمر عبدالمطلب (ذکي) او د تحریراتو آمر شفیع الله (عابد) د مرافعه محکمې د رئيس ملتیا کوله، د بادپښ، علینګار، دولت شاه، علیشنګ او قرغه‌يي ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو له قضائي، اداري او د وثایقو برخې له اجراآتو ليدنه او څارنه وشوه.
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د قضائي اجراآتو په برخه کې د يادو محاکمو مسؤولينو ته د قضائي او اداري اجراآتو د لا بهبود په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
 دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د ښو اجراآتو په برخه کې د یادو محاکمو هڅې وستايلې او د د یادو محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې یې وویل، د دوسیو کارونه باید په خپل وخت کې ترسره شي او خپلې چارې د اصولو مطابق ترسره کړئ.
 وروسته د وثایقو، حقوقو او تحریراتو آمرینو په خپلو اړوندو برخو کې د یادو محاکمو چارې وکتلې او د نیمګړتیاوو په اړه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د لیدنې موخه دوسيو ته پر وخت رسېدنه، د محاکمو د نيمګړتياوو اصلاح او د هېوادوالو د سرګردانۍ مخنيوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی