د کابل ښار د ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان لخوا يو متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۳مه نېټه د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان لخوا يو کس ته چې پر غلا متهم و، ۳۹درې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان پر ياد متهم د پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ درو پرېکړه کړې وه، چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.