د پکتيا، هلمند، سمنګان او فراه د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې(۸۹۲) عرض‌پاڼو او حقوقي دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۴:۳
د پکتيا، هلمند، سمنګان او فراه د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې(۸۹۲) عرض‌پاڼو او حقوقي دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 ۱ـ د پکتیا د حقوقو آمریت:
د پکتيا ولايت حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې له (۲۹/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق څخه ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټې پورې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۰۲) حقوقي عرض پاڼې راجع شوې دي.
 له دې جملې څخه (۲۰) حقوقي عرض پاڼې نورو اداراتو ته راجع شوې، (۴۰) حقوقي عرض پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۳۴) حقوقي عرض پاڼې حفظ شوې، (۵۷) حقوقي عرض پاڼې محکمو ته لېږل شوې او پاتې عرض پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
دغه راز د پکتیا د حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۱۳) حقوقي دوسیې راجع شوې دي.
 له دې جملې څخه (۱۵) حقوقي دوسیې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) حقوقي دوسیې تطبيق شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.
۲- د هلمند د حقوقو آمريت:
د هلمند ولايت د حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۴۰) حقوقي عرض پاڼې راجع شوې دي.
 له دې جملې څخه (۷۵) حقوقي عرض پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۲۲) حقوقي عرض پاڼې محکمو ته لېږل شوې او پاتې عرض پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
۳- د سمنګان د حقوقو آمريت:
د سمنګان ولايت د حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې له (۲۳/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۲۳/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۲۹) حقوقي عرض پاڼې راجع شوې دي.
 له دې جملې څخه (۹) حقوقي عرض پاڼې نورو اداراتو ته راجع شوې، (۷۶) حقوقي عرض پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۲۹) حقوقي عرض پاڼې حفظ شوې، (۵۱) حقوقي عرض پاڼې محکمو ته لېږل شوې او پاتې عرض پاڼې د اجراآتو لاندې دي.
دغه راز د سمنګان ولايت د حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۱۳) حقوقي دوسیې راجع شوې دي.
 له دې جملې څخه (۲۲) حقوقي دوسیې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۷) حقوقي دوسیې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۹) حقوقي دوسیې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.
۴- د فراه د حقوقو آمريت:
د فراه ولايت د حقوقو آمريت ته په يوه مياشت کې له (۱/ ۷/ ۱۴۴۵هـ ق څخه ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټې پورې د مدني، فامیلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۸۲) حقوقي عرض پاڼې راجع شوې دي.
له دې جملې څخه (۲۰۴) حقوقي عرض پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۱۳۹) حقوقي عرض پاڼې محاکمو ته لېږل شوې او پاتې عرض پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی