د زابل د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۵:۶
د زابل د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د جمادی الثانيه مياشتې په ۱۸مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د ښاري ابتدائیه محکمې، عدليې رياست، پوهنې رياست، امنيه قوماندانۍ، ټولګټو رياست، ترانسپورت مدیریت او د نفت او ګازو مديريت مسؤولينو او استازو په شتون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د عدليې ریاست رئیس د غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل، وروسته د اړوندو ادارو استازو د خپلو اړوند ادارو د ځمکو د غصب شويو ملکيتونو يادونه وکړه، چې د پوهنې رياست ملکيتونه، د امنيه قوماندانۍ، ګازو او نفتو مديریت ملکيتونه د شخصي اشخاصو لخوا غصب شوي دي.
د غونډې ګډونوالو وويل، د غصب شويو ځمکو په بېرته را ګرځولو کې د محاکمو له مسؤولينو پوره همکاري غواړو.
د مرافعه محکمې محترم رئيس د غونډې ګډونوالو ته وويل، ټول هغه  ملکيتونه چې د ادارو ترمنځ يا هم د شخصي اشخاصو لخوا غصب شوي وي، تاسو يې موضوع محاکمو ته راجع کړئ، ترڅو محاکم په خپله برخه کې له شریعت او اصولو سره سم فیصله وکړي.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د مرافعه محکمې د عمومي رئيس نظر تائيد کړ او وويل چې موږ به د خپلو غصب شويو ملکيتونو دعوې محاکمو ته راجع کړو، تر څو له شريعت او اصولو سره سم فيصلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی