د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۴۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۵۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۳) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د روزګان ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۶۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونيت د ۱۴۴۸هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې قضائي معاونیت ته د اسلامي امارت له بېلا بېلو ادارو څخه د قضائي هدایت غوښتنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي پکتيکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي، چې د استخدام او سوانحو رئیس محترم مفتي عبدالوارث (سعید) او د سترې محکمې اطلاعاتو ته د لاسرسي او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت سپين بولدک او تخته پل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مولوي عبدالجبار (آغا) په ملتیا، په ۲۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د کندهار ولايت د سپين بولدک او تخته. . .

بیا په خبرونو کی