د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۱۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۱۱) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۸) دوسیې فیصله شوې او (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې ده او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی