د زابل د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع چې ۱۷ کاله مخکې پېښه شوې وه، حل او فصل شوه
د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادی الأولی مياشتې په ۲۳مه نېټه د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د قتل موضوع حل او فصل شوه.
ياده د قتل پېښه په ۲۸ /جمادي الثاني /۱۴۲۸هـ ق نېټه د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ د صاحبزاده خېلو په کلي کې رامنځته شوې وه او يو کس په کې د چاقو په واسطه په قتل رسېدلی و.
د قتل دغه موضوع د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ د موضوع تر څېړلو وروسته د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس او قضائي غړو د مقتول وارثین او قاتل سولې ته ترغیب او وهڅول.
بالآخره د دې محکمې د رئیس په هلو ځلو او د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب سره د مقتول وارثینو له قاتل څخه د شرعي (ديت) په اخیستو قناعت وکړ؛ د قاتل لخوا د مقتول کورنۍ ته د دوولس لکه او څلوېښت زره (۱۲۴۰۰۰۰) افغانۍ دیت په ورکولو سره موضوع رسماً پای ته ورسېده.
ياده فيصله د شاهدانو په حضور کې ابلاغ شوه او دواړو طرفونو پرې قناعت وکړ او قصاص يې قاتل ته معاف کړ.
