د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۳
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه


د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسؤولینو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۷مه نېټه د قتل یوه قضیه د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل او فصل کړه.
د قتل په دې قضیه کې چې په  ۹/شوال/۱۴۴۴ هـ ق نېټه رامنځته شوې وه؛ د ګیدرګو کلي اوسېدونکي خپل دوه وروڼه د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه کې په شهادت رسولي وو.
یاده دوسیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، بالآخره د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس په ډېرو هلو ځلو د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د قاتل او متقول د وارثینو ترمنځ سوله وکړه او د قاتل لخوا د مقتول وراثینو ته پنځه ویشت لکه (۲۵۰۰۰۰۰) افغانۍ دیت ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ابتدائیه محکمې دغه پرېکړه د قضیې د جانبینو او شاهدانو په حضور کې ابلاغ شوه او د قضیې دواړو لوریو پرې قناعت او رضایت درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی